کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په غزني‌ ولایت کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر خونړۍ چاودنه شوې ده.

22 سرطان 1399 ساعت 8:49



د غزني‌ ولایت نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې چاودنه د نوموړي هیواد د جغتو په ولسوالۍ کې په یو فلاینګ کوچ ډوله مساپر وړونکي‌ موټر شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه ملکي‌ وګړي مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
د غزني‌ ولایت د والي‌ ویاند خبري‌ رسنیو ته ویلي دي  چې نن د خالي‌ ورځ د جولای ۱۱ مه د غرمې نه وروسته د غزني‌ ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې په یو مساپر وړونکې موټر د سړک د غاړې ماین وچاوید.
هغه ویلي دي چې د پیښې ټپیان د غزني‌ ولایت روغتون ته انتقال شوي‌ دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو د والي‌ ویاند ویلي دي‌ چې ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی دی.


د مطلب کود: 214313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214313/د-افغانستان-په-غزني-ولایت-کې-ملکي-وګړو-سپرلۍ-پر-موټر-خونړۍ-چاودنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com