دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 214313

د غزني‌ ولایت نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې چاودنه د نوموړي هیواد د جغتو په ولسوالۍ کې په یو فلاینګ کوچ ډوله مساپر وړونکي‌ موټر شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه ملکي‌ وګړي مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
د غزني‌ ولایت د والي‌ ویاند خبري‌ رسنیو ته ویلي دي  چې نن د خالي‌ ورځ د جولای ۱۱ مه د غرمې نه وروسته د غزني‌ ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې په یو مساپر وړونکې موټر د سړک د غاړې ماین وچاوید.
هغه ویلي دي چې د پیښې ټپیان د غزني‌ ولایت روغتون ته انتقال شوي‌ دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو د والي‌ ویاند ویلي دي‌ چې ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی دی.
https://avapress.com/vdcjvxe8tuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته