کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کرکټ بورډ: نږدې راتلونکي کې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلېږي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 9:35

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې د کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون شنبې (د چنګاښ په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې کرکټ بورډ په روان کال کې د شپږیزې په ګډون په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ بورډ د خپل کلني پلان له مخې د هېواد په کچه په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري چې په هغو کې د شپږیزې کرکټ لیګ هم شامل دی چې د هغه لپاره له مخکې د تیاریو پروګرامونه او ناستې پیل شوې دي."
په افغانستان او نړۍ کې پر کرکټ او نورو هغو ورزشي لوبو چې د نندارچیانو ګڼه ګوڼه په‌کې جوړېږي وروسته له هغه بندیز ولګېده چې کرونا وبا خپره شوه.
د کرکټ بورډ ویاند ښاغلي هوتک ټینګار وکړ چې په ټولو کېدونکو لوبو کې به د کرونا ویروس د مخنیوي کورنۍ او نړیوالې لارښوونې په پام کې ونیول شي.


د مطلب کود: 214320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214320/د-افغانستان-کرکټ-بورډ-نږدې-راتلونکي-کې-شپږیزې-لیګ-سیالۍ-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com