دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 214328
د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته دا خبره کړې ده. هغه ویلي، د نوو وزیرانو د معرفي کېدو په تړاو د سپدارماڼۍ د غړو مشورې پای ته رسېدلې، یو لېست برابر شوی او ډېر ژر به ارګ ته ولېږل شي. د ارګ او سپدارماڼۍ تر منځ د سیاسي هوکړې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده.
بلخوا، په پام کې ده چې ملي شورا په راتلونکې اونۍ کې د ۴۵ ورځو لپاره روخصت شي. اندېښنې دا دي، که ملي شورا روخصت او نوماند وزیران معرفي نه شي، تر یوې نیمې میاشتې به یو ځل بیا سرپرست وزیران د حکومت چارې سمبالوي.
ولسي جرګې په ځلونه له حکومته غوښتنه کړې چې وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژني، خو حکومت لاهم د وزیرانو پر ټاکلو او دې جرګې ته د هغوی په ور معرفي کېدو نه دی توانېدلی.
https://avapress.com/vdcf0jd0cw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته