نوموړی د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې د جګړې د ټپیانو د لیدلو لپاره یو نظامي روغتون ته تللی و او د هغوی سره د لیدلو پر مهال یې ماسک تړلی و.
نوموړي وویل:
زه هیڅکله د ماسک تړلو سره نه وم مخالف، خو باید په یو مناسب ځای کې ترې ګته واخیستل شي.
د کرونا وایروس د خپرېدو په لومړیو کې نوموړي ویلي و، چې ماسک نه کاروي؛ ځکه په منظم ډول یې معاینه روانه ده.
خو د دوشنبې په ورځ یې ویلي و، که په روغتون یا په داسې چاپېریال کې یاست چې هلته د خلکو او ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي، د ماسک تړل ډېر اړین دي.
ټرمپ دغه راز په خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم د ماسک کارولو له کبله ملنډې وهلې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس