کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب او بلخ ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

22 سرطان 1399 ساعت 12:22

فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته 25 تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې فاریاب ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوي چې په ترڅ کې ورته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دوه سوه پنځلس قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې په فاریاب ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان د سری قطعی قوماندان په ګډون هغه مهال وژل او ټپی شول چي په ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو بریدونه کړي ول. 


د میوند ۲۰۹ قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کۍ د ملي امنیتي او د فاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې له ماتې سره مخ شول. 
په دغه نښته کې حاجی ناصر د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش پنامه ولسوال پلار په ګډون ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او د ملا رزقاوی دطالبانو د دولت آباد ولسوالۍ د سری قطعی قوناندان په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دې.

همدارنګه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د غلام په سیمه که وسله وال طالبانو د امنیتی ځواکونو په پوستی برید کړ چی ب د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په جوابی برید کې بیا دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوبل شو يدي.


د مطلب کود: 214338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214338/په-فاریاب-او-بلخ-ولایتونو-کې-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com