دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 214338
فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته 25 تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې فاریاب ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوي چې په ترڅ کې ورته مرګ ژوبله اړولې ده. د دوه سوه پنځلس قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې په فاریاب ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان د سری قطعی قوماندان په ګډون هغه مهال وژل او ټپی شول چي په ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو بریدونه کړي ول. 
د میوند ۲۰۹ قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کۍ د ملي امنیتي او د فاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې له ماتې سره مخ شول. 
په دغه نښته کې حاجی ناصر د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش پنامه ولسوال پلار په ګډون ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او د ملا رزقاوی دطالبانو د دولت آباد ولسوالۍ د سری قطعی قوناندان په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دې.

همدارنګه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د غلام په سیمه که وسله وال طالبانو د امنیتی ځواکونو په پوستی برید کړ چی ب د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په جوابی برید کې بیا دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوبل شو يدي.
https://avapress.com/vdcgwt9x7ak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته