تازه په دې ولایت کې د کرونا د ازموېل شویو ۲۸ سمپلونو څخه ۵ مثبت ختلي.
د کندهار د عامې روغتیا رياست د ساري ناروغيو د برخې مشر ډاکټر محمد يعقوب نصرت وایي، په ثبت شویو پنځو مثبتو تازه پېښو کې ۳ مېرمنې او دوه نارينه شامل دي.
کندهار کې تر دې مهال له کرونا څخه ۱۸ تنه مړه شوي او ۵۷۸ نور بېرته له دغه مرض څخه رغېدلي دي.