کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت: ښاروالۍ دې د وچې ډوډۍ د وېش بهیر په اړه حساب ورکړي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 12:30

د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړې توګه د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د وچې ډوډۍ د وېش بهیر د پیسو د لګښت په اړه دې دغه بنسټ ته حساب ورکړي.
 د مالیي وزارت د معلوماتو له مخې د ټولبند یا کرنټین پر مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره دوه مېلیارده او ۲۱۸ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې اوس ښاروالۍ چې د دغو پیسو د لګولو مسوول وو باید حساب ورکړي.
د مالیې وزارت د شمېرو پر بنسټ د ځانګړو شویو پیسو له ډلې کابل ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د وېش لپاره څه باندې یو مېلیارد او ۲۴۰ زره افغانۍ اخیستي دي.
 



د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي:«دولتي بنسټونه چې ځانګړې شوې پیسې یې ترلاسه کړې دي، باید ځواب ویوونکي وي او باید خپل حسابونه له روڼتیا سره وړاندې کړي.»
خو د کابل ښاروالي چې تر دې وړاندې په ځلونو په پلازمېنه کې د وچې ډوډۍ د وېش په چاره کې په فساد تورنه شوې ده؛ وایي چې د اوړو یوه برخه یې نانوایانو ته ورکړې ده.
 
د کابل ښاروالۍ د تدارکاتو رییس شهریار فهیم وویل:«په یوې بوجۍ اوړو کې ۳۳ تر ۳۴ سلنه ډوډۍ پخېده او خلکو ته وېشل کېده د هغه پاتې برخه یې د ډوډۍ پخولو په بدل کې نانوایانو ته ورکول کېده.»
بل خوا کابل ښاروالي مني چې تر اوسه د دغو لګښتونو د یوې برخې حساب څرګند نه دی.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی څرګندوي:«تراوسه ځينې حسابونه بشپړ شوي نه دي، چې د هغه له بشپړېدو سره به ټول لګښتونه معلوم شي.»
خو د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي چې د پلازمېنې په یو شمېر سیمو کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې بې نظمۍ وې.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې د سلګونه مېلیونه افغانیو د حیف و مېل رپوټ ورکړل شوی دی، خو کابل ښاروالي دا تورونه ردوي.


د مطلب کود: 214340

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214340/مالیې-وزارت-ښاروالۍ-دې-د-وچې-ډوډۍ-وېش-بهیر-په-اړه-حساب-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com