دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 214340
مالیې وزارت: ښاروالۍ دې د وچې ډوډۍ د وېش بهیر په اړه حساب ورکړي
د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړې توګه د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د وچې ډوډۍ د وېش بهیر د پیسو د لګښت په اړه دې دغه بنسټ ته حساب ورکړي.  د مالیي وزارت د معلوماتو له مخې د ټولبند یا کرنټین پر مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره دوه مېلیارده او ۲۱۸ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې اوس ښاروالۍ چې د دغو پیسو د لګولو مسوول وو باید حساب ورکړي. د مالیې وزارت د شمېرو پر بنسټ د ځانګړو شویو پیسو له ډلې کابل ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د وېش لپاره څه باندې یو مېلیارد او ۲۴۰ زره افغانۍ اخیستي دي.  

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي:«دولتي بنسټونه چې ځانګړې شوې پیسې یې ترلاسه کړې دي، باید ځواب ویوونکي وي او باید خپل حسابونه له روڼتیا سره وړاندې کړي.»
خو د کابل ښاروالي چې تر دې وړاندې په ځلونو په پلازمېنه کې د وچې ډوډۍ د وېش په چاره کې په فساد تورنه شوې ده؛ وایي چې د اوړو یوه برخه یې نانوایانو ته ورکړې ده.
 
د کابل ښاروالۍ د تدارکاتو رییس شهریار فهیم وویل:«په یوې بوجۍ اوړو کې ۳۳ تر ۳۴ سلنه ډوډۍ پخېده او خلکو ته وېشل کېده د هغه پاتې برخه یې د ډوډۍ پخولو په بدل کې نانوایانو ته ورکول کېده.»
بل خوا کابل ښاروالي مني چې تر اوسه د دغو لګښتونو د یوې برخې حساب څرګند نه دی.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی څرګندوي:«تراوسه ځينې حسابونه بشپړ شوي نه دي، چې د هغه له بشپړېدو سره به ټول لګښتونه معلوم شي.»
خو د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي چې د پلازمېنې په یو شمېر سیمو کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې بې نظمۍ وې.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې د سلګونه مېلیونه افغانیو د حیف و مېل رپوټ ورکړل شوی دی، خو کابل ښاروالي دا تورونه ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjxxe8yuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته