دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 214343
جرمني شرکت د کورونا ناروغۍ درمل جوړ کړي
 دغه درمل اوس د یاد هېواد روغتیایي بنسټونو ته د تاییدۍ لپاره لېږل شوي دي. د یاد شرکت مسولین وایي، که روغتیایي چارواکو دغه واکسین تایید کړل، د روان کال تر وروستیو به ۱۰۰ میلیونه او په راتلونکي کال کې به ۱،۲ میلیارده واکسین تولید کړي.
په ورته وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم شرکتونه او بنسټونه د دې ناروغۍ د درملو پر جوړېدو بوخت دي، خو تر اوسه یې پر جوړېدو نه دي توانېدلي.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۲ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر نور کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
https://avapress.com/vdcc00qi12bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته