کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اسلام اباد کې د هندو لږکيو دپاره د مندر د جوړښت ملاتړ کړی

په پاکستان کې د ديني عالمانو تنظیم پاکستان علما کونسلد هندو لږکيو دپاره د مندر د جوړښت ملاتړ کړی

22 سرطان 1399 ساعت 14:46


د پاکستان علما کونسل چېرمېن مولانا طاهر اشرفي وایي د مندر د جوړښت په کشاله به خپل شرعي دريځ اسلامى نظرياتي کونسل ته وړاندې کوي. د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې نوموړي د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل:

"موږ د مندر پر جوړېدو د اختلاف غندنه کوو، کوم توندروه ملایان چې دا [لانجمن] کوي ښه نه کوي. د پاکستان د عالمانو کونسل به په دې اړه غونډه را غواړي او اسلامي نظریاتي کونسل ته به هم خپل دریځ وړاندې کوي".

پاکستان علما کونسل په اسلام اباد کې د مندر د جوړولو د هڅو ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړی چې حکومت د ځنې سخت دریځه مذهبي او سياسي ډلو د مخالفت وروسته د مندر د جوړېدو کار درولی او دا مسئله یې اسلامي نظریاتي کونسل ته لېږلې ده.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل په مندر کار ودرول يوه معتصبانه فېصله بللې او د پاکستان له حکومته غواړي چې زر تر زره ورباندې بیرته کار پېل کړي.

مولانا طاهر اشرفي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د پاکستان آیین چې هندوانو ته کوم حق ورکړل هغه باید ورکړل شي:

"په شریعت او د پاکستان په آیین کې غیرمسلمانانو ته هم دا حق ورکړل شوی چې باید د خپل عبادت ځای او خپل ژوند خپلې عقیدې او کلتور ته وقف کړي، څوک چې د دې مخالفت کوي هغوی د شریعت ناسم تفسیر کوي".


د مطلب کود: 214345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214345/په-اسلام-اباد-کې-د-هندو-لږکيو-دپاره-مندر-جوړښت-ملاتړ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com