کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتېدل د سولې بهیر زیانمنوي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 13:39

د ولسمشر ویاند صدیق صديقي وایي، طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې بهیر زیانمنوي.


ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې ورستیو کې د طالبانو له خوا د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د افغانانو اونړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې طالبان دې له تاوتریخوالې لاس واخلي او په ریښتینې توګه دې د سولې بهیر ته کار وکړي.
نوموړی دا خبرې ورسته تر هغه کوي چې تېره ورځ د فغانستان امنیت شورا هم د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې طالبانو تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۸ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د مطلب کود: 214351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214351/صدیقي-د-طالبانو-له-لوري-تاوتريخوالي-زياتېدل-سولې-بهیر-زیانمنوي

آوا
  https://www.avapress.com