دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 214351
صدیقي: د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتېدل د سولې بهیر زیانمنوي
د ولسمشر ویاند صدیق صديقي وایي، طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې بهیر زیانمنوي.
ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې ورستیو کې د طالبانو له خوا د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د افغانانو اونړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې طالبان دې له تاوتریخوالې لاس واخلي او په ریښتینې توګه دې د سولې بهیر ته کار وکړي.
نوموړی دا خبرې ورسته تر هغه کوي چې تېره ورځ د فغانستان امنیت شورا هم د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې طالبانو تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۸ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbsab58rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته