دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 214355
د دایکندي نښته کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
د دایکندي ولایت چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حمله کړې چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دایکندي ولایت د پولیسو قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني نن یکشنبه جولای ۱۲(چنګاښ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښتې څو ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې ۱۲ طالبان او څلور پولیس وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې یو پولیس په دې بریدونو کې ټپي شوی دی.
د ښاغلي مالستاني په وینا وسله والو طالبانو د تېرې شپې ناوخته بریدونو څلور ساعته دوام وکړ چې د هوايي ځواک رسېدو سره په شا وتمبول شول.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
مالستاني وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت عادي شوی دی.
پر همدې حال د دایکندي د ولایتي شورا یو غړی رحمان بلوچ امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه ډېر شوي.
هغه زیاته کړه: "که څه هم د یوې میاشتې راهیسې په کجران، پاتو او ناومیش ولسوالیو کې ولسي پاڅونونه ډېر شوي، سیمه ییزه اردو هم فعاله شوې خو د یادو ځواکونو تر منځ همغږي نشته."
پاتو ولسوالۍ د مرکز نیلي ښار په ۲۰ کیلو مټرۍ کې پرته ده چې د چارواکو په وینا له څو اونیو راهیسې پکې نا امني مخ په ډېرېدو ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcftjd0tw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته