دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 214361

د هلمند اطلاعات او کلتور رياست يوه ټاکل شوي پلاوي، د غیري اخلاقي او ملي ګټو ضد فلمونو پر وړاندې کمپاین ترسره سوو.
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وړاندیز او د ولایت محترم مقام له لوري د ټاکل سوي پلاوي له لوري په لښکرګاه ښار کې د غیري اخلاقي او ملي ګټو ضد فلمونو پر وړاندې کمپاین ترسره سوو.
په دې کمپاین کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ملي امنیت، امنیه قومندانۍ، او ارشاد حج او اوقاف ریاست استازو شتون درلود.
ټاکل سوي پلاوي په دومداره ډول په لښکرګا ښار کې د غیري اخلاقي او ملي ګټو ضد فلمونو پر وړاندې کمپاین ترسره کړی دی چې پر خپل مهال یې دداسي غیري قانوني کړنو مخنیوی کړی دی.
https://avapress.com/vdcce0qis2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته