کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د بغلان‌ـ‌سمنګان پر لویه لار د امنیتي ځواکونو موټر کلابند کړي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 15:06

په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې د بغلان‌ـ‌سمنګان لویه لار لا هم تړلې او طالبانو د پلخمري په چشمه‌شیر او باغ‌شمال کې پاټکونه اچولي دي.
یوشمېر امنیتي ځواکونه او د هغوی قوماندانان پر یادې لارې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
 طالبانو د یادې لارې ځینې برخې په ماینونو ویجاړې کړې دي.
له پرون راهیسې د بغلان‌-‌سمنګان د لویې لارې له تړل کېدو له کبله لسګونه مسافروړونکي او باروړونکي موټر دواړو لوریو ته ولاړ دي.


 تر اوسه د یادې لارې په خلاصولو کې د امنیتي ځواکونو عملیات بې‌پایلې دي.
خو په بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف‌الله خوستی وايي، د بغلان‌-سمنګان لویې لارې د خلاصولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا، ځانګړي ځواکونه هم له بلخ او سمنګان ولایتونو ته د یادې لارې خلاصولو لپاره راغلي، خو دا چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي، دا عملیات په ځنډ مخې ته روان دي.
خوستی زیاتوي، ډېر ژر به د هوايي ځواک په مرسته پر یادې لویې لارې د طالبانو ځپلو لپاره عملیات هم پیل شي.
د بغلان‌‌ـ‌سمنګان پر لویې لارې اوسېدونکي خلک وايي چې د جګړې له کبله شاوخوا ۱۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښي او پلخمري ښار ته کډه شوې دي.
د یادونې ده چې طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بغلان‌ـ‌سمنګان پر لویې لارې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
تر اوسه پر یادې لویې لارې د بریدونو او ماین چاودنو له کبله ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 214362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214362/طالبانو-د-بغلان-سمنګان-پر-لویه-لار-امنیتي-ځواکونو-موټر-کلابند-کړي

آوا
  https://www.avapress.com