دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 214362
طالبانو د بغلان‌ـ‌سمنګان پر لویه لار د امنیتي ځواکونو موټر کلابند کړي
په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې د بغلان‌ـ‌سمنګان لویه لار لا هم تړلې او طالبانو د پلخمري په چشمه‌شیر او باغ‌شمال کې پاټکونه اچولي دي. یوشمېر امنیتي ځواکونه او د هغوی قوماندانان پر یادې لارې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.  طالبانو د یادې لارې ځینې برخې په ماینونو ویجاړې کړې دي. له پرون راهیسې د بغلان‌-‌سمنګان د لویې لارې له تړل کېدو له کبله لسګونه مسافروړونکي او باروړونکي موټر دواړو لوریو ته ولاړ دي.
 تر اوسه د یادې لارې په خلاصولو کې د امنیتي ځواکونو عملیات بې‌پایلې دي.
خو په بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف‌الله خوستی وايي، د بغلان‌-سمنګان لویې لارې د خلاصولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا، ځانګړي ځواکونه هم له بلخ او سمنګان ولایتونو ته د یادې لارې خلاصولو لپاره راغلي، خو دا چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي، دا عملیات په ځنډ مخې ته روان دي.
خوستی زیاتوي، ډېر ژر به د هوايي ځواک په مرسته پر یادې لویې لارې د طالبانو ځپلو لپاره عملیات هم پیل شي.
د بغلان‌‌ـ‌سمنګان پر لویې لارې اوسېدونکي خلک وايي چې د جګړې له کبله شاوخوا ۱۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښي او پلخمري ښار ته کډه شوې دي.
د یادونې ده چې طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بغلان‌ـ‌سمنګان پر لویې لارې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
تر اوسه پر یادې لویې لارې د بریدونو او ماین چاودنو له کبله ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcd9o0xxyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته