د پاکستان د سنا مجلس غړی مشاهد حسین وایي، له افغانستان سره تګ راتګ باید له وېزې پرته ترسره شي.
حسین: افغانستان سره د تګ راتګ لپاره وېزې ته اړتیا نشته
22 سرطان 1399 ساعت 17:02
د پاکستان د سنا مجلس غړی مشاهد حسین وایي، له افغانستان سره تګ راتګ باید له وېزې پرته ترسره شي.
مشاهد حسین چې د پاکستان د سنا غړی او په دغه مجلس کې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشري هم په غاړه لري وایي، پاکستان او او افغانستان باید په خپلو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د دواړ هیوادونو تر منځ باید د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه او ستونزې له منځه لاړې شي او د دواړو هیوادونو تر منځ باید تګ راتګ له ویزې پرته ترسره شي.
هغه دغه راز د سولې په برخه د پاکستان په همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دی تمه لري چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي او جګړه پای ته ورسېږي.
د مطلب کود: 214370