طالبان وايي، تر بین الاافغاني مذاکراتو مخکې د جګړې درېدل غیرمنطقي دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان حکومت د هغه خبرو په وړاندې غبرګون ښودلی چې نن سهار د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلې وې.
نوموړي ويلي و، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه ناهیلې کړې او د سولې پروسه زيانمنوي.
مجاهد په خپل ټوېټرپاڼه ليکلي:
که څوک جګړه نه غواړي نو ولې د مذاکراتو په وړاندې خنډونه جوړوي؟ پرېږدی چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د فغانانو او نړیوالو ټولنو غوښتنه هم ده نتېجې ته ورسېږي
نوموړي زیاته کړې، هر څومره ژر باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکیمیل شي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي. د نوموړي په خبره همدا د ستونزو حل ته واقعي او منطقي لاره ده.
مجاهد دغه راز لیکي، چې د دوحې د تړون عملي کېدل د تاوتریخوالي او جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره ده، خو که څوک غواړي چې جګړه ودرېږي بیا خبرې وکړي، دا یو غیري منطقي لاره ده او د نوموړي په خبره جګړه د دې لپاره ده چې تر اوسه دوی کوم بل انتخاب نه دی پیدا کړی.