دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 214373
کرزي د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه
حامد کرزي په وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان پخوانی ولسمشر جمهور رئیس حامد کرزی په غزني او میدان وردک ولایتونو کې د ماین د چاودنې او د هاوان د لگېدو له امله زموږ د یو شمېر هېوادوالو پر شهادت او ټپي کېدو خپله ژوره خواشیني څرگندوي او دغه ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندي.

د خبرپاڼې له مخې، پخوانی ولسمشر په هېواد کې د تاوتریخوالي او جگړې له امله د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرگنده کړې او زیاتوي:
د جگړې او نظامي عملیاتو دوام د افغانستان ستونزو ته د حل لار نه بلکې د هغو پردیو دسیسو دوام ده چې غواړي د سولې هڅې زیانمنې او تضعیف کړي
حامد کرزي دغه راز په جګړه کې د ښکیلو غاړو څخه غوښتي چې نور له جګړې لاس واخلي او د خلکو سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي. هغه دغه راز زیاته کړې چې په جګړه کې ښکېل لوري دي د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هیواد په ځینو ولایتونو کې د بریدونو په نتېجه کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.
https://avapress.com/vdcfejd0mw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته