دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 214379
د کابل هوایي ډګر د پراخیدو چارې دوام لري
د کابل نړیوال هوایي ډګر پراخیدو په موخه د ختیځو برخو د ځمکو د تصفیې چارې روانې دي

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي تر اوسه د هوایي ډګر شاوخوا سیمو کې د ۳۰۰ جریبو شخصي او دولتي ځمکو د تصفیې بهیر بشپړ شوی او د پاتې برخو تصفیه کیدل هم دوام لري.
خو بله خوا، د صنایعو او کانونو خونه نیوکه کوي چې دغه سیمه کې ۱۶ تولیدي کارخونې فعالیت کوي او حکومت تر اوسه ورته بدیل ځای نه دی ټاکلی.
دغه خونه وایي حکومت باید د کارخونو خاوندانو ته د بدیلې سیمې او د ماشین الاتو زیان په اړه فکر وکړي.
د کابل هوایي ډګر د پراخیدو خبره له کلونو راهیسې د دولتي چارواکو د ژبو پر سر ده.
خو دا ډګر چې د الوتکو ناسته پاسته کې یې ظرفیت کم بلل کیږي، د اړتیا تر کچې نه دی پراخ شو.
د کابل هوایي ډګر رئیس، سید عمر صبور وایي د ډګر پراخیدو دې طرحه کې، مساپرو لپاره د ترمینالونو پراختیا، د الوتکې د ځغاستې لیکه او د تمځایونو پراختیدل شامل دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbzab59rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته