دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 214380
د خصوصي پوهنتونونو او موسسو ټولنه د بیړنۍ کمیټې پریکړه غیر مسوولانه بولي
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنې د بیړنۍ کمیټې د تیرې ورځې پریکړه غیر مسوولانه بللې ده.

دغه ټولنه وایي د ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل، د کرونا پر ستونزې د بریالي کیدو لاره نه ده.
دوی همداشان دا پریکړه یو ډول تبعیض بللې او د مدني حرکتونو ګواښ یې کړی دی.
بیړنۍ کمیټې پرون شنبه پریکړه وکړه چې پوهنتونونه او ښوونځي باید د زمري میاشتې تر ۱۵مه د کرونا ویروس ګواښونو له مله تړلي پاتې وي.
د کمیټې دا پریکړه د خصوصي پوهنتونو او موسساتو د خاوندانو غبرګون پارولی دی.
دوی وایي بیړنۍ کمیټې غیر عادلانه پریکړه کړې ده.
دغه ټولنه له حکومته غوښتي چې د ښوونیزو او تحصیلي زده کړو مرکزونو د پرانستلو اجازه ورکړي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
که څه هم افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو کچه د تیرو څو اونیو په پرتله کمه شوې ده، خو لاهم د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې لاهم تړلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdjo0xzyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته