کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خصوصي پوهنتونونو او موسسو ټولنه د بیړنۍ کمیټې پریکړه غیر مسوولانه بولي

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 17:22

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنې د بیړنۍ کمیټې د تیرې ورځې پریکړه غیر مسوولانه بللې ده.



دغه ټولنه وایي د ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل، د کرونا پر ستونزې د بریالي کیدو لاره نه ده.
دوی همداشان دا پریکړه یو ډول تبعیض بللې او د مدني حرکتونو ګواښ یې کړی دی.
بیړنۍ کمیټې پرون شنبه پریکړه وکړه چې پوهنتونونه او ښوونځي باید د زمري میاشتې تر ۱۵مه د کرونا ویروس ګواښونو له مله تړلي پاتې وي.
د کمیټې دا پریکړه د خصوصي پوهنتونو او موسساتو د خاوندانو غبرګون پارولی دی.
دوی وایي بیړنۍ کمیټې غیر عادلانه پریکړه کړې ده.
دغه ټولنه له حکومته غوښتي چې د ښوونیزو او تحصیلي زده کړو مرکزونو د پرانستلو اجازه ورکړي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
که څه هم افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو کچه د تیرو څو اونیو په پرتله کمه شوې ده، خو لاهم د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې لاهم تړلي دي.
 


د مطلب کود: 214380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214380/د-خصوصي-پوهنتونونو-او-موسسو-ټولنه-بیړنۍ-کمیټې-پریکړه-غیر-مسوولانه-بولي

آوا
  https://www.avapress.com