دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 214392
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار د اتوار په ورځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان پوځ څلور عسکر وژل شوي دي. د ایي ایس پي ار لخوا په یوه بیان کې ویل شوي : ”څلور ترهګر په وېژده سر کې د استخباراتي ملوماتو پرسر ترسره عملیاتو کې وژل شوي ، د بویا نه اته کلومیټره لرې سویل لویدیځ لوري ته ، میرانشاه ، شمالي وزرستان ضلع“.

دغه بیان زیاتوي:”د سینیٹائزیشن ځواکوانو نن سهار په وېژده سر کې د ترهګرو د پټن ځای په خلاف عملیات ترسره کړل. 
کله چې عسکرو سیمه محاصره کړه ، نو ترهګرو ډزې پیل کړې.
 ټول ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شول“.
ایی ایس پي ار ویلي د ډزو په تبادله کې څلور عسکر وژل شوي دي.
 د وژل شوو عسکرو پېژندګلو د سپاهی محمد اسماعیل خان، سپاهی محمد شهباز یاسین ، سپاهی راجا وحید احمد او سپاهی محمد رضوان خان په نومونو شوې ده.
د یاد  برید پړه حزب الاحرار وسلوالې  ډلې منلي ده 
https://avapress.com/vdcgyt9xxak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته