دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 214395
د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې دواړو خواوو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده. شینواري ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې وویل چې طالبانو تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د دغې ولسوالۍ اُشترشهر او نمک اب سیمو کې د ملي اردو پر پوستو برید وکړ چې د سهار تر دریو بجو پورې نښته روانه وه.

سرچینه وایي په دې پيښه کې څلور سرتیري او څلور طالبان وژل شوي، پنځه سرتیري ټپيان دي او درې نور یې لادرکه شوي دي.
 طالبان اوس له سیمې تښتیدلي او سیمه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده.
بله خوا، د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار پيښه منلې خو وایي تر اوسه یې د تلفاتو په اړه جزیات په لاس کې نه لري.
له هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه تمه وه چې افغانستان کې به د جګړې زور اوبه شي، خو ښکاري چې دغې هوکړې د افغانانو پر ژوند کوم مثبت اغیز نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjhxe8iuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته