کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان دولت تیرو څو ورځو کې د طالبانو ۱۸۰ بندیان ازاد کړي

د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 9:36

د افغانستان دولت د تیرو څو ورځو په اوږدو کې د هیواد له زندانونو ۱۸۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي دي.


د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل ویلي د تازه خوشې شوو زندانیانو سره د طالبانو د ټولو ازاد شوو بندیانو شمیر ۴۱۹۹ تنه رسیدلی دی.
جاوید فیصل ویلي د افغانستان دولت پر خپلو ژمنو ولاړی دی، خو طالبان نه یواځې دا چې تر اوسه یې د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي نه دي، بلکې افغان وژنې یې هم زیاته کړې ده.
د دوحې د سولې تړون له مخې ټاکل شوې وه چې د طالبانو ۵۰۰۰ او د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان د دواړو لورو له خوا تبادله او له هغه وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شي، خو دا بهیر څو ځلې د بیلابیلو دلایلو له امله له خنډ سره مخ شوی دی.
حکومت له طالبانو غواړي چې بین الافغاني خبرو لپاره تاوتریخوالی کم کړي، خو طالبان بیا د حکومت دا غوښتنه یوه غیر منطقي غوښتنه بولي او ټینګار کوي چې د بندیانو تر خوشې کیدو او د مذاکراتو تر پيلیدو به جګړې ته دوام ورکوي.


د مطلب کود: 214403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214403/افغان-دولت-تیرو-څو-ورځو-کې-د-طالبانو-۱۸۰-بندیان-ازاد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com