په نږدې راتلونکي کې له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلېږي.
افغان کرکټ بورډ له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلوي
د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 9:35
په نږدې راتلونکي کې له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلېږي.
افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د ۲۰۲۱م کال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د اسیا جام لپاره د چمتووالي په موخه د ۳۰ هغو لوبغاړو چې عمرونهیې ۱۶ یا ۱۷ کلونه وي، د څلور ورځني روزنیز کمپ سربېره، څلور یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې ډېر ژر به د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري ځوانو لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل شي. په پام کې ده دا کمپ د ننګرهار په غازي امانالله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي. دا کمپ به په مختلفو برخو کې وي او لوبغاړي به د راروانو نړیوالو لوبو لپاره په بېلابېلو برخو کې وروزل شي."
ښاغلی هوتک وایي یاد کمپ او سیالۍ به د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره د داخلي روزونکو تر څارنې لاندې ترسره شي چې پهکې به د افغان تنکيو لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او تکړهوالي هر اړخيز کار وشي.
د یادونې وړ ده چې په یادو ۳۰ لوبغاړو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې تېر کالیې د ۱۶ کلنو لوبغاړو په لوبو او کمپ کې ګډون درلود او په یادو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو.
د مطلب کود: 214404