دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 214415
اتل قول اردو: ترینکوټ او کندهار کې لږترلږه ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي، په دوو جلا هوايي بریدونو کې په ترینکوټ او کندهار کې لږترلږه ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د دې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې ۹ وسله‌وال طالبان پرون ناوخته د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وروسته له دې په هوايي برید کې ووژل شول چې په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي عیسي په وینا ۷ تنه نور طالبان د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccs0qip2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته