کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتل قول اردو: ترینکوټ او کندهار کې لږترلږه ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 11:02

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي، په دوو جلا هوايي بریدونو کې په ترینکوټ او کندهار کې لږترلږه ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.


د دې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې ۹ وسله‌وال طالبان پرون ناوخته د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وروسته له دې په هوايي برید کې ووژل شول چې په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي عیسي په وینا ۷ تنه نور طالبان د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 214415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214415/اتل-قول-اردو-ترینکوټ-او-کندهار-کې-لږترلږه-۱۶-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com