دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 214418
د کندوز امام صاحب کې ۱۵ امنيتي سرتېري وژل شوي
د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په بريد کې ۱۵ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
يو شمېر سيمه‌ييزو امنيتي سرچينو افغان خبري اژانس ته ويلي چې يکشنبه شپه وسله‌والو طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ او غوښتل يې دغه ولسوالۍ سقوط کړي، خو په دې هڅه کې بريالي نه شول.
 د جګړه په پايله کې د افغان امنيتي ځواکونو ۱۵ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
په دې جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبله په تړاو تر اوسه څه نه دي ويل شوي او نه هم طالبانو د دې جګړې په تړاو تر دې مهاله کومه تبصره کړې ده.

 
https://avapress.com/vdcfyjd0cw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته