تېره شپه د پنجشېر ولایت په ځینو سیمو کې د شدید اورښت له کبله سېلابونه راغلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
پنجشېر کې سېلابونو مالي زیانونه واړول
د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 11:57
تېره شپه د پنجشېر ولایت په ځینو سیمو کې د شدید اورښت له کبله سېلابونه راغلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر د والي ویاند وایي، سهار د ۳ بجو شاوخوا کې د ډېرو اورښتونو له کبله د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې سېلابونه راغلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه سېلابونو کې خلکو ته ځاني زیانونه نه دې اوښتي، خو د شتل او عنابه ولسوالۍ په سیمو کې يې د پنجشېر او کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د مطلب کود: 214423