د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د نښتو پر مهال ۴ سرتېرې او ۴ وسلهوال وژل شوي.
شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول
23 سرطان 1399 ساعت 12:25
د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د نښتو پر مهال ۴ سرتېرې او ۴ وسلهوال وژل شوي.
د پاکستاني پوځ له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سرتېري د یکشنبې په ورځ د هغو پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوي چې د پاکستان د اسخبارتي ادارې له خوا پیل شوي و.
د پوځ په وینا، د دواړو لورو تر منځ نښته هغه مهال را منځته شوه چې دوی د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د وسلهوالو یو پټنځای محاصره کړ.
سره له دې چې د پاکستان پوځ د تصفیوي عملیاتو د بریالیتوب خبره کوي، خو شمالي وزیرستان لا هم د هدفي وژنو او چاودنو شاهد دی.
د یادولو ده، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي هم په هدفي وژنو کې وژل شوي، چې د یاد غورځنګ غړي یې پړه د پاکستان پر پوځ اچوي، خو د پاکستان حکومت بیا دغه ادعاوې نه مني.
د مطلب کود: 214424