خوښ ديک ۰

امریکا_کې په یوې پوځي‌ کښتۍ کې چاودنه شوې


په دغه کښتۍ کې پداسې حال کې چاودنه او بیا اورلګیدنه رامنځته شوې چې ۲۰۰ تنو امریکایي پوځیانو په کې شتون درلود.

دغه چاودنه پرون یکشنبه د ځایي وخت له مخې سهار شاوخوا اته نیمې بجې د امریکا د کالیفورنیا ایالت سن ډیاګو کې د سمندري‌ ځواکونو په یوه هډه کې په یوه ستره پوځي کښتۍ کې  رامنځته شوې ده .
په دغه هډه کې د سمندري ځواکونو ویاند اې بي سی نیوز ته ویلي، چې د اور لګېدنې له امله ۱۷ سمندري پوځیان او څلور مُلکیان روغتون ته لیږدول شوي، چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
 د چاودنې او اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی
دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود: 214426 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *