دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 214432
سمنګان کې تر موټربم بريد وروسته بريدګر د ملي امنيت ودانۍ ته ننوتي
د سمنګان ولايت سيمه‌ييزې دولتي سرچينې وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې تر موټربم چاودنې وروسته بريدګر د ملي امنیت رياست او تر څنګ يې د ښاروالۍ ودانۍ ته دننه شوي دي.

له بل لوري د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي، تر دې مهاله له دې پېښې ۴۳ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د سمنګان د عامې روغتيا ریس ګل احمد قریشي ويلي، له دې پېښې ۴۳ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي.
له بل لوري وسله‌والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر ليکلي چې د دغه بريد هدف د ملي امنيت رياست دی.
دغه بريد داسې مهال ترسره کېږي چې پرون د ولسمشر غني وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر وليکل، د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتوالی د سولې روانه پروسه زيانمنوي، خو طالبانو بيا ويلي، له سولې پرته د جګړې درول غيرمنطقي دي.
 
https://avapress.com/vdcbfab55rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته