دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 214438
د خوړو نړيوال سازمان د اروپایي ټولنې له مرستې هرکلی وکړ
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له افغانستان سره د اروپایي ټولنې پر مرستو خوښي څرګنده کړې.
د یکشنبې په ورځ د یاد سازمان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اروپایي ټولنې د خوړو نړوال سازمان له لارې په افغانستان کې د طبيعي پېښو زیانمنو شویو او جګړه ځپلو سره درې میلیونه او ۶۰۰ زره یورو مرسته کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې به افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له لارې د جګړه ځپلو او طبیعي افتونو له کبله زیانمنو شویو کسانو او دغه راز هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ کړېږي وشي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري پروګرامونو مشر لویجي پندولفي ویلي، چې د افغانستان ډېری هغه وګړي چې په لیرې پرتو سیمو کې مېشت دي له روغتیایي امکاناتو بې برخې او بشري مرستو ته لاس رسی نه لري.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو هم د افغانستان له بې وزلو سره ۴۹ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی و، او په دوام یې نړیوال بانک هم تېره اوونۍ له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchxkni623nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته