کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړيوال سازمان د اروپایي ټولنې له مرستې هرکلی وکړ

د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 13:44

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له افغانستان سره د اروپایي ټولنې پر مرستو خوښي څرګنده کړې.


د یکشنبې په ورځ د یاد سازمان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اروپایي ټولنې د خوړو نړوال سازمان له لارې په افغانستان کې د طبيعي پېښو زیانمنو شویو او جګړه ځپلو سره درې میلیونه او ۶۰۰ زره یورو مرسته کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې به افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له لارې د جګړه ځپلو او طبیعي افتونو له کبله زیانمنو شویو کسانو او دغه راز هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ کړېږي وشي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري پروګرامونو مشر لویجي پندولفي ویلي، چې د افغانستان ډېری هغه وګړي چې په لیرې پرتو سیمو کې مېشت دي له روغتیایي امکاناتو بې برخې او بشري مرستو ته لاس رسی نه لري.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو هم د افغانستان له بې وزلو سره ۴۹ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی و، او په دوام یې نړیوال بانک هم تېره اوونۍ له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې وه.


د مطلب کود: 214438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214438/د-خوړو-نړيوال-سازمان-اروپایي-ټولنې-له-مرستې-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com