دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 214441
د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان درې‌اړخیزه غونډه
د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران نن د دوشنبې په ورځ جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۳مه) د درېواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو له خوا پر یو لړ مهمو مسلو د پریکړو پر تطبیقولو خبرې کوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جولای په دویمه (چنګاښ ۱۲مه) د ترکمنستان او اذربایجان د جمهور رئیسانو سره د ويډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې، اقتصادي همکارۍ، د لاجوردو له لارې د استفادې او د کروناویروس له وبا سره د مبارزې په لارو چارو په یوه درې اړخیزه غونډه کې خبرې کړې وې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن دوشنبه وویل چې په دې غونډه کې د شویو پریکړو د عملي کولو لپاره نن د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ترکمنستاني او اذربایجاني سیال سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي.
هغه زیاته کړه: "درېواړه وزیران به د هغو نظریاتو او وړاندیزونو په هکله د یو میکانیزم پر رامنځ ته کېدلو بحث وکړي ترڅو هغه نظریات او پیشنهادات عملي شي".
د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تیره اونۍ افغانستان د سولۍ په تړاو د درېیو سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کوربه وو.
وروستۍ غونډه چې د جولای په نهمه (چنګاښ ۱۹مه) د کابو ۲۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د غونډې ګډونوالو د افغانانو په استازیتوب او مالکیت د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او پر طالبانو یې په جدي توګه د تاوتریخوالي د کمولو غږ وکړ.
همدا شان په دې غونډه کې د تیرو شاوخوا دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب او د جمهوري نظام پر ساتنې ټینګار وشو.
دویمه غونډه په درې‌اړخیزه توګه د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ تیره اونۍ د سې‌شنبې په ورځ وشوه چې په کې اسلا‌م‌اباد او بیجینګ له طالبانو څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي په کمولو سره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
درې‌واړو خواو دغه راز د تروریزم د بیا ظهور د مخنیوي لپاره د افغانستان شرایطو ته په پاملرنې په منظم او مسولانه ډول د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.
همدا شان افغانستان تیره اونۍ د جولای په شپږمه د سیمې د ۲۰ هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او امریکا په ګډون د افغان سولې د سیمه‌ييزې اجماع د رامنځ ته کولو غونډې کوربتوب وکړ.
په دې غونډه کې ګډونوالو د طالبانو د تاوتریخوالي په غندنې سره د هغه د کچې پر راټیټولو ټینګار وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې د خبرو د پیل لپاره لازم اقدامات وکړي.
https://avapress.com/vdcbaab58rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته