د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، په زابل ولایت کې ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونو پوښلې ده، چې سږ کال یې حاصل د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوی.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي:
د کرنې ریاست او د بزګرانو په هلو ځلو سره د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي. موږ هلې ځلې کوو چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پوله ډېر کړو
زابل د هیواد په سویل لوېدیځ کې پروت ولایت دی، چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
که څه هم د افغانستان مېوو ته ښه بازار نشته او بزګران ګڼې ستونزې لري، خو له دې سره سره د کرنې وزارت وايي چې دوی د یادو ستونزو د حلولو لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس