کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د پاکستان پر واګه بندر صادرات پیلوي ـ مشعل

د صدای افغان خبری آژانس , 23 سرطان 1399 ساعت 16:04

ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د پاکستان د لاهور او د هند د امرستر ښارونو ترمنځ د واګې بندر د افغانستان د صادراتو پر مخ رسماً پرانیستل شي.


په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر لطف‌الله مشعل د دوشنبې په ورځ جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۳مه) په خپل ټویټر لیکلي چې د دغه بندر له لارې به د افغان صادراتو لړۍ د کروناویروس خپرېدو مخنیوي د تدابیرو په پام کې نیولو سره پیل شي.
ښاغلي مشعل ویلي: "افغان صادرات به د جولای په پنځلسمه د پاکستان واګه بندر له لارې د کرونا وایروس د مخنیوي د میکانیزم په پام کې نیولو سره دوباره پیل شي".

 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بندر د افغان حکومت د غوښتنې په اساس او د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په تړاو د پروتوکول له تطبیق وروسته د جولای په ۱۵مه پرانیستل کېږي.
دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پاکستان په دې اقدام له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت د هوکړې (APTTA) د تطبیق په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي دي.
په اعلامیې کې راغلي: "پاکستان په خپلو ټولو بندرونو کې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیت وضعیت د کروناویروس له خپرېدو وړاندې حالت ته بېرته ګرځولي دي".
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغان سوداګرو پر مخ د واګې بندر په پرانیستلو سره به د افغانستان محصولات د هند، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو مارکیټونو ته ورسېږي.
د دغه وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار امریکا غږ ته وویل: "کوم تفاهم چې شوی مشخص یو مملکت په کې نه دی قید شوی چې هند یا درېیم مملکت. زموږ هدف دا دی چې موږ ته پاکستان د ترانزیت تسهیلات برابر کړي، په دې برخه کې پاکستان موږ ته د همکاریو ډاډ راکړی دی".
ښاغلي ملکیار د تورخم، سپین‌بولدک – چمن، غلام‌خان، انګور اډې او ډنډ پټان بندرونو پرانیستلو ته په اشارې وویل چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې همکارۍ د پام وړ زیاتې کړې دي.
د پاکستان حکومت په سیمه کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته د روان میلادي کال په مارچ کې لومړی د چمن – سپین بولدک او وروسته د تورخم بندرونه وتړل، خو د تیرې جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه یې بیرته پرانیستل.
که څه هم له کابو څلورو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونو له لارې افغانستان ته صادرات کول خو په دې موده کې دغه ترانزیتي او سوداګریزې لارې د افغانستان د صادراتو پر مخ تړلې وې.
افغان او پاکستاني چارواکو دغه راز د انګور اډې او ډنډ پټان سوداګریزو لارو د پرانیستلو پرېکړه کړې.
د دغې پریکړې په اساس دا سوداګریزې لارې په روانه جولای میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ اړینو هوکړو له مخې پرانیستل کیږي.


د مطلب کود: 214460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214460/افغانستان-د-پاکستان-پر-واګه-بندر-صادرات-پیلوي-مشعل

آوا
  https://www.avapress.com