دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 214462
د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست برید د حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېد ـ چارواکي
د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي، په ابیک ښار کې د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ برید د حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي امریکا غږ ته وویل، درې ته بریدګر چې تر موټر بم وروسته یې حمله کړې وه د دوو تنو جسدونه پيژندل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه برید کې مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره معلوماتو په اړه یې څه ونه ویل.
د سمنګان د والي ویاند وايي، نن دوشنبه د جولای ۱۳ (چنګاښ۲۳) ۱۱ بجې په ایبک ښار کې لومړی د ملي امنیت ریاست مخې ته موټر بم چاودنه وشوه او وروسته یو شمېر وسله والو پر دغه ریاست برید وکړ.
د پېښې په لومړیو شېبو کې نوموړي امریکا غږ ته ویلي و: "تر اوسه په دغه موټر بم چاودنه کې ۴۳ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي، د ملي امنیت ریاست په شااوخوا کې خال ـ خال ډزې هم روانې دي، احتمال شته چې په دغه موټر بم چاودنه کې یو شمېر کسان مړه شوي هم وي، خو دقیق ارقام نشته، په ټپیانو کې ملکي وګړي، دولتي او د ښاروالۍ کار کوونکي شامل دي."
پر همدې مهال د سمنګان د روغتیا رئیس ډاکټر خلیل مصدق امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځای دوی ته ۶۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې ۱۰ یې امنیتي سرتیري او پاتې ملکي وګړي دي.
هغه وویل چې په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.
د سمنګان د روغتون ډاکټرانو د لسو تنو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی. د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې تر موټر بم چاودنې وروسته جګړه روانه ده.
د سمنګان ولایتي شورا وايي چې د موټر بم چاودنې له امله د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ تخریب شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcepe8wwjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته