نامعلومو وسلوالو په غزني ولایت کې د یو پخواني جهادي قومندان په ګډون دوه قومي مشران وژلی.
وسلهوالو غزني کې دوه قومي مشران وژلي
23 سرطان 1399 ساعت 16:05
نامعلومو وسلوالو په غزني ولایت کې د یو پخواني جهادي قومندان په ګډون دوه قومي مشران وژلی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یاده پېښه نن دوشنبه ۱۰ بجې غزني ښار ته څېرمه د «ده خداداد» په سیمه کې را منځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، نامعلومو وسلهوالو پخوانی جهادي قومندان ایوب خان نیازی او یو قومي مشر وژلی او له سيمې په تېښته بریالي شوي دي.
نوموړی زیاتوي، پولیس د پېښې د عاملینو په لټه کې دي چې تر نیولو وروسته به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
غزني ولایت د هیواد یو له نا امنه ولایتونو شمېرل کېږي.
د مطلب کود: 214465