کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي

23 سرطان 1399 ساعت 18:21

د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، په زابل ولایت کې ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونو پوښلې ده، چې سږ کال یې حاصل د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوی.



د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي:
د کرنې ریاست او د بزګرانو په هلو ځلو سره د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي. موږ هلې ځلې کوو چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پوله ډېر کړو
زابل د هیواد په سویل لوېدیځ کې پروت ولایت دی، چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
که څه هم د افغانستان مېوو ته ښه بازار نشته او بزګران ګڼې ستونزې لري، خو له دې سره سره د کرنې وزارت وايي چې دوی د یادو ستونزو د حلولو لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي دي.


د مطلب کود: 214474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214474/د-زابل-بادامو-حاصلات-۱۲-سلنه-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com