دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 214477
نی: امنیتي، عدلي، قضايي بنسټونو او ولسمشرۍ ماڼۍ کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود دی
'د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی' وايي، افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بحراني دی.

دغه بنسټ زیاتوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ، امنیتي، عدلي او قضایي هغه بنسټونه دي چې له‌خوا یې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۳» د یوې ټول‌پوښتنې د موندنو د شریکولو په غونډه کې وویل، ځینو په ځانګړي ډول امنیتي بنسټونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود دی.
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر وايي: "زموږ خبریالان په دې باور دي چې امنیتي بنسټونه اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي برخه کې بد وضعیت لري، وروسته له امنیتي بنسټونو له بده مرغه قضا برخه دا ستونزه لري او وروسته له قضا ولسمشرۍ ماڼۍ یې لري. دوی دې برخه کې کار نه‌کوي او هېڅکله‌یې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب هم نه‌وایي."
د ښاغلي خلوتګر په خبره کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، لویه څارنوالۍ، ستره محکمه او ولسمشرۍ ماڼۍ هغه بنسټونه دي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یې کم کړی دی.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه که دې غوښتنې ته پاملرنه ونه‌شي، نو له رسنیو سره په همغږۍ به د حکومت په مقطعي تحریم لاس پورې کړي او یوه موده به د حکومتي خبرونو له نشرولو ډډه وشي.
په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت د اندېښنې وړ یادوي.
د خبریالانو له ډلې سلام ارین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه موږ په پرله‌پسې توګه ملي دفاع، کورنیو چارو او نورو امنیتي چارواکو سره مو اړیکې نیولې دي، دوی لومړی زموږ اړیکو ته ځواب نه‌راکوي که‌یې ځواب هم کړي د وېډیو کلېپونو لېږلو ادعا کوي، دوی په واقعیت نه‌غواړي خبریالانو سره وګوري یا معلومات ورکړي ترڅو ځیني واقعیتونه روښانه شي."
له دې ټولو سره په حکومت کې یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې په یوې طرحې کار کوي چې ډېر ژر به اعلان شي.
د دې سرچینې په وینا د دې طرحې جوړولو موخه اطلاعات رسول، اطلاعاتو ته لاسرسي برخې پیاوړتیا او اطلاع‌رسونه ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له نن څخه څلور میاشتې وړاندې، له ۳۰ زیاتو رسنیو اطلاعاتو ته نه‌لاسرسي برخه کې د رضایت نه‌درلودلو لیک څرګند کړ او دولت‌یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره په دوه مخي چلند تورن کړ.
د هغوی په خبره اطلاعاتو ته لاسرسی تر اوسه محدود دی او هغه ستونزه ده چې تر دې دمه نه‌ده حل شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca0ynu049n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته