دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۷
د مطلب کود : 214479
غزني: له کرونا تر ۲۸۳ تنه روغ شوي
په غزني ولايت تر اوسه تر معايناتو وروسته ټولټال د کرونا ويروس ۵۰۹ مثبتي پيښي ثبت شوي دي چي له ډلي يي تر اوسه ۲۸۳ تنه روغ شوي او تر اوسه ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
 دې ډله کې پاتې نور په کویدـ۱۹ اخته تایید شويو ناروغانو چې وضعیت یې د اندېښنې وړ نده پخپلو کورونو کښې تر مراقبت لاندي دي.
ویل شوي چې د یو شمیر ناروغانو سمپلونه د لابراتواری معایناتو لپاره له مشکوکو ناروغانو اخیستل شوي چې اړونده لابراتوارونو (کابل، ګردیز) ته استول شوي.
د رسنیو دفتر زیاته کړې ده؛ د دغو ټسټونو نتایجو په تثبت سره به کیدای شي چې په کویدـ۱۹ اخته کسانو شمېر نور هم په دغه ولایت کې لوړ شي.
https://avapress.com/vdccm0qio2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته