دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۹
د مطلب کود : 214480
فارياب: پر لمانځه ولاړ څلور کسان شهيدان شوي

 فارياب کې وسله والو څلور کسان هغه مهال په ډزو ووژل چې پر لمانځه ولاړ وو.
دا پېښه د فارياب ولايت مرکز اومې ناحيې اړوند بي بي اينې کلي کې شوې ده.
عيني شاهدانو ويلي، وسله والو هغه مهال پر خلکو ډزې وکړې چې د لمانځه د ادا کولو لپاره راټول شوي وو.
د هغوی په خبره، دې پېښه کې څلور تنه شهیدان شوي دي چې درې هغه يې د یوې کورنۍ دي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
https://avapress.com/vdceve8w7jh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته