دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۰
د مطلب کود : 214481
محب: طالبان د سولې شته فرصتونه له منځه وړي
«د طالبانو له لوري په عمدي توګه د ملکي او بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او عامه خدماتو د کارکوونکو په نښه کول، د تاوتریخوالي او جګړو زیاتول، دا څرګندوي چې طالبان د ملکي افغانانو ژوند او د هیواد ملي شتمنیو او ګتو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي بلکې په مسلسله توګه د سولې شته فرصت او بین الافغاني مذاکرات له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.»
د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان پر عامه ځايونو باندې بريدونو سره غواړي د سولې شته فرصتونه له منځه يوسي.
محب دا خبره د سمنګان د پېښې په غبرګون کې کړې ده.
د ملي امنيت شورا لخوا خپور شوي بيان کې راغلي:
«د طالبانو له لوري په عمدي توګه د ملکي او بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او عامه خدماتو د کارکوونکو په نښه کول، د تاوتریخوالي او جګړو زیاتول، دا څرګندوي چې طالبان د ملکي افغانانو ژوند او د هیواد ملي شتمنیو او ګتو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي بلکې په مسلسله توګه د سولې شته فرصت او بین الافغاني مذاکرات له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.»
د بې ګناه خلکو او عامه تاسیساتو په نښه کول، نه بخښل کیدونکی او جنګي جنایت دی او د ټولو انساني، دیني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
https://avapress.com/vdcfcjd0yw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته