دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 214482
غزنی: والي د مقر د خلکو ستونزې مخامخ واورېدې
«په پيل کي راغلو مشرانو په یادي ولسوالۍ کې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابرول ، د رغنیزو چارو، اوبو کوچنیو بندونو، پوهنې او یو شمېر نورو برخو کي خپلي ستونزي غزني والي سره شریکې کړې او د مسولو چارواکو د پاملرني غوښتنه یې ترې وکړه.»

د غزني ولایت والي وحیدالله کلیمزي د دو شنبې په ورځ خپل کاري دفتر کي د مقر ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او استازیو سره وکتل.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي:
«په پيل کي راغلو مشرانو په یادي ولسوالۍ کې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابرول ، د رغنیزو چارو، اوبو کوچنیو بندونو، پوهنې او یو شمېر نورو برخو کي خپلي ستونزي غزني والي سره شریکې کړې او د مسولو چارواکو د پاملرني غوښتنه یې ترې وکړه.»
د غزني ولایت والي وحیدالله کلیمزي راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چي په مخامخ توګه خپلي ستونزي د حل په موخه ورسره شریکوي.
د غزني والي دې ته په اشارې، چي ولایتي اداره ټولو ولسونو ته په برابره سترګه ګوري او متوازن انکشاف ته ژمنه ده.
والي له هغوی څخه وغوښتل، چي د رغنیزو چارو ، اوبو کوچنیو بندونو ، پوهني او مختلفو برخو کي خپلي ستونزي ولایت مقام سره په کتبي بڼه رسماً شریکې کړې، څو اړونده دولتي او نادولتي ادارو سره د حل په موخه شریکې شي.
https://avapress.com/vdcg7t9xxak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته