دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۶
د مطلب کود : 214484
د قانون د حاکميت عالي شورا غونډه؛ د اداري فساد ستراتېژي ۹۸ سلنه پلې شوې
د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژۍ د تطبیق پر راپور او د هرات ولایت د ښځو د برابرۍ بنسټ، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعانو په ګډ لیک بحث وشو.

لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د معیارونو د تطبیق د ټولیز پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې په ۱۳۹۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ د معیارونو یا اهدافو ۸۹ سلنه مو تطبیق کړي او د جینوا کنفرانس لپاره د دې ستراتېژۍ مهمې نقطې په پام کې نیسو.
وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرتریت رئیس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ د مرحله یي تطبیق په اړه هر اړخیز معلومات غونډې ته وړاندې کړل.
«ولسمشر اشرف غني د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته ټولو هغو دولتي ادارو ته چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ کې شامل دي لارښوونه وکړه چې د دغو معیارونو د عملي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او په اونیز ډول خپل راپورونه د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډو ته وړاندې کړي.»
همداراز جمهوررئیس د لوړپوړو دولتي مامورینو او د پارلمان وکیلانو د شتمنیو د ثبت فورمونو ته په اشارې وویل، ژر تر ژره باید لوړپوړي دولتي مامورین او د پارلمان وکیلان خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
په همدې ترتیب د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا لاندې پرېکړې وکړې:
ـ هرې دولتي ادارې یا خپلواک بنسټ چې دولتي ادارې تفتیش او ارزولي دي باید خپل راپورونه د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي، او باید د راپور ورکولو سیستم او د دغو راپورونو د تطبیق ډول د پلان پر اساس عملي شي چې پروسه شفافه شي.
ـ په راتلونکو درې میاشتوکې باید په کورنیو چارو وزارت کې د څارنوالۍ پرېکړې عملي شي.
https://avapress.com/vdciv5ar5t1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته