دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 214488
د مصالحې عالي شورا: هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا روان امنیتي وضعیت ته په کتو وایي په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په سمنګان ولایت کې د پروني ډله‌ییز برید په نتیجه کې د ملکي وګړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته هیلې پیدا شوي، خو په سمنګان ولایت کې پروني برید یو ځل بیا د دې خبرو د خنډ او زیانمنېدو اندېښنې راوپارولې.
طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي دا ډول بریدونه د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي.
د دغې شورا ویاند فریدون خوځون تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دواړه لوري هم حکومت او هم طالبان باید د سولې راوستلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: "دا برید له سولې سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده چې جګړې کمې شي څو د خبرو پیل ته زمینه برابره شي. دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې یو له هغو د تاوتریخوالي کمول وو."
د سمنګان سیمه‌ییز چارواکي وایي پرون څلورو تنو برید کوونکو د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ چې ۱۰ تنه امنیتي ځواکونه په‌کې ووژل شول او ۴۳ تنه ملکیان چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، ټپیان شوي.
وسله‌والو طالبانو د دغه ډله‌ییز برید مسؤلیت واخیست، خو ورسره دا پوښتنه راپورته کېږي چې که له یوې خوا د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې چارې روانې دي څو د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي، خو د تاوتریخوالي دوام څه معنی لرلی شي؟
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو تر اوسه هغوی په دې اړه څه ونه‌ویل.
 
په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر تر دې وړاندې تل د حکومت له لوري د پنځه زره طالبانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که دا بندیان د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول خوشې شي، نو په یوه اوونۍ کې به له حکومت سره خبرو ته کېني.
تر دې یوه ورځ دمخه د جولای ۱۳مه واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې د طالبانو د جنګي ډلې او د سیاسي استازو ترمنځ د نظر تضاد ته اشاره کړې وه او ویلې یې وو چې د دې ډلې یو شمېر سیمه‌ییز قوماندانان ځانونه د جګړې ګټونکي بولي او وایي راتلونکی واک به سل په سلو کې له دوی سره وي.
طالبان د دوی د جنګي او سیاسي ډلو ترمنځ د نظر اختلاف ردوي.
په همدې حال کې ارګ د جولای پر ۱۳مه د سمنګان تر برید وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او دا برید یې په کلکه وغانده. اعلامیې د ولسمشر اشرف غني له قوله لیکلي چې طالبان د سولې په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي دوام او د خلکو وژنې ته مخه کوي.
 
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سمنګان برید او ملکي تلفات د توجیه وړ نه‌دي. ناټو وایي د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې لپاره یوازنی رامنځته شوی فرصت له خطر سره مخامخ کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc40qi42bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته